اسلام آباد 12 اګست (اے پي پي) د ډائمند جوبلي په موقع قامي اسمبلۍ كښې د مېرمنو په كنونشن كښې متفقه قرارداد منظور كړے شوے چې پكښې په تحريك پاکستان كښې په ځانګړي كار مېرمنو ته پېرزوئنې وړاندې كړې شوې۔ د قامي اسمبلۍ غرې وجهيه اکرم قرارداد وړاندې كولو سره ووئيل د وېمنز پارلمنټرين ګروپ كاكس او د ژوند بېلا طبقو سره د تعلق لرونكو مېرمنو كنونشن وئيلي دي د پاکستان آزادۍ په هلو ځلو كښې مېرمنو ځانګړے كردار لوبولے۔ په قرارداد كښې وئيلي شوي زمونږ آئين مېرمنو ته بشپړه حقونه وركوي او د دوي په ضد هر ډول امتيازي سلوك مسترد كوي٬ د آئين آرټيکل 25، 34، 35 او 37 د ژوند په هره څاڼګه كښې د مېرمنو بشپړ ګډون د باوري كولو تاكيد كوي دې لپاره دا ايوان مېرمنې اختيارمندې جوړولو لپاره په حكومت د نړيوال كنونشنز او د قامي پاليسي 2002 له مخئ په عملدرامد زور رواړي۔ دا يوان د پاكستان ټولو مېرمنو لارښودو په خاص توګه د فاطمه جناح، بېګم راعنا لياقت علي خان او د شهيدې محترمه بېنظير بھټو اولسي او سياسي خدمات ته پېرزوئنې وړاندې كوي۔ قرارداد كښې وئيلې شوي په اوسني ګلوبل صنفي عدم مساوات رپورټ كښې پاکستان په 146 هېوادونو فهرست كښې په 145م لمبر دے ٬ په دې رپورټ كښې د صحت، تعليم، معاشي شراکت، په سياسي توګه د مېرمنو اختيار مندو جوړولو د څلورو څانګو ذكر شوے٬ دا ايوان زور رواړي چې د صحت٬ تعليم٬ معيشت او په سياست كښې د مېرمنو د ناريناٶ سره سم شموليت او نمائندګي دې باوري كړې شي۔ د ډائمنډ جوبلي په موقع دا كنونشن عزم كوي چې په آئين كښې درج د مېرمنو د حقونو به تحفط باوري كولې شي او د دې لوظ هم پخلے كوي چې ټول سياسي ګوندونه دې مېرمنو ته د خپلې خپلې پارټۍ په منشور كښې مركزي اهميت وركړي دغسې چې مېرمنې په سماجي٬ سياسي او اقتصادي توګه اختيارمندې كړې شي۔ قرارداد كښې مطالبه شوې چې د مېرمنو په ضد هر ډول سماجي٬ معاشي او د سياسي امتيازات دې ختم كړے شي او په دې لړ كښې دې مناسب قانون سازي وكړې شي٬ د انجونو د تعليم موقعې زياتول دې باوري كړې شي
د ډائمند جوبلي په موقع قامي اسمبلۍ كښې د مېرمنو په كنونشن كښې متفقه قرارداد منظور كړے شو
مضمون کا ماخذ : loteria de Minas Gerais