اسلام آباد۔15اپرېل(اے پی پی) وزیراعظم محمد شهباز شریف وئيلي دي پاكستان سعودي عربستان سره خصوصي اړيكې لري كومې چې په غېر معمولي باور اډانه دي۔ د جمعې په ورځ خپل بيان كښې وزيراعظم د سعودي عربستان باچا او خادم الحرمېن الشريفېن شاه سلمان بن عبد العزيز او د ولي عهد شهزاده محمد بن سلمان لخوا د مباركۍ په پېغامونو د دواړو مننه وكړه۔ وزيراعظم ووئيل د پاكستان او سعودي عربستان اړيكې خصوصي او په غېر معمولي باور اډانه دي۔ وزيراعظم زياته كړه چې هغه د ستراتيجيكي همكارۍ د ګډې ويژن ترلاسه كولو له سعودي عربستان سره په ګډه د كار كولو عزم لري
مضمون کا ماخذ : کمپیوٹرائزڈ لاٹری