اسلام آباد 18 مارچ (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن سره د پاکستان تحريك انصافي ټي آئي نيويارك صدر امجد نواز په مشرۍ كښې پلاوي د جمعې په ورځ ليدلي او د اووسيز كنونشن پشمول په اهمو سياست چارو د خيالاتو څرګندونه شوې۔ په دې موقع وفاقي وزير اووسيز كنونشن كښې د تحريك انصاف نيويارك د پلاوي په ګډون خاص مننه وكړه۔ ده ووئيل حکومت د اوورسيز پاکستانيانو مسائلو هواري لپاره هر ډول ممكنه اقدامات پورته كوي، اوورسيز پاکستانيانو ته د ووټ حق وركولو لپاره د هېواد په تاريخ كښې په وړومبي ځل يو حكومت غږ پورته كړې او دوي ته ئې دا حق وركړې۔ په دې موقع د پي ټي آئي صدر امجد نواز ووئيل اوورسيز پاکستانيز اوسني حكومت سره لاړ دي٬ د هېواد په پرمختګ كښې اوورسيز پاکستانيز اهم كردار لري، او هېواد په معاشي توګه قوي كولو كښې به خپل كردار لوبول جاري ساتي۔ ده ووئيل اوورسيز پاکستانيز د هېواد معاشي پرمختګ لپاره به د وزيراعظم عمران خان لاس ښپې جوړېږي۔ ده ووئيل ان شآء الله اپوزيشن به په خپلو عزائمو كښې پاتې راځي او عمران خان به يو ځل بيا كاميابېږي
وفاقي وزير چوهدري فواد حسين سره د پاکستان تحريك انصافي ټي آئي نيويارك صدر امجد نواز په مشرۍ كښې پلاوي وليدل
مضمون کا ماخذ : اسکریچ کارڈ لاٹری