اسلام آباد 16 مئي (اے پي پي)د توان وفاقي وزير انجينئر خرم دستګير وئېلي دي د بلوچستان په 76 فيډرز لوډشېډنګ نه كېږي خو په كوم فيډرز چې د لائن لاسز شرح د 30 نه تر 40 فيصد ده په هغې لوډشېډنګ كېږي۔په تكنيكي او انتظامي بنيادونو به د وولټېج كمے او د برېښنا بندول ونه زغملے شي٬په دې لړ كښې سخت اقدامات روان دي٬ ده ووئېل د بلوچستان څخه تعلق لرونكو د قامي اسمبلۍ غړو ته خواست كوم چې د بلوچستان صارفينو او د حكومت په ذمه 339 اربه ??وپ?? بقاياجات ريكور كولو كښې زمونږ مرسته وكړي٬د پخواني حكومت نااهلۍ سره ګرځينده قرض زيات شوے چې ورسره د توان څانګې ستونزې هم زياتې شوي۔د ګل په ورځ په قامي اسمبلۍ كښې د عاليه كامران د پام راګرځونې نوټس په ځواب كښې وفاقي وزير ووئيل په 2013 كښې چې كله زمونږ حكومت جوړ شو نو په هېواد كښې اتلس اتلس ساعته لوډشېډنګ كېدو٬مونږ د برېښنا كارخانې لګولېي او تر 2018 دولس زره مېګاواټ برېښنا په سسټم كښې شاملولو سره لوډشېډنګ ختم كړے شوے ۔ ده ووئېل د پخواني حكومت نااهلۍ په وجه لوډشېډنګ بيا زيات شوے ۔
د بلوچستان په 76 فيډرز لوډشېډنګ نه كېږي۔انجينئر خرم دستګير
مضمون کا ماخذ : پاور بال لاٹری