اسلام آباد 03 ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف د سندھ وزير اعلي سيد مراد علي شاه ته سپارښتنه ګړې چې د سيلاب ځپليو په خذمت كښې كومه بې غوري ونه كړې شي، وفاقي حكومت هر ډول مرستي له چمتو دې۔د خالي په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې وزيراعظم د سندھ وزير اعليٰ سره ټيلي فوني تماس نيولې۔ وزيراعظم په سندھ صوبه كښې د سيلاب ځپليو مرستي په اړه د تازه صورتحال څخه ځان خبر كړو۔ وزيراعظم په دې موقع وزير اعليٰ سره په خپلو خبرو كښې ووئيل وفاقي حكومت هر ډول مرستي له چمتو دې،د سيلاب ځپليو په خذمت كښې څه ډول بې غوري ونه كړې شي۔ وزيراعظم په سندھ كښې سيلاب ځپليو مرستي او بحالۍ لپاره د سندھ حكومت او وزير اعلي كاركردګي او جذبه وستائله۔ وزير اعلي مراد علي شاه په مرسته كولو د وزيراعظم او وفاقي حكومت مننه وكړه۔
مضمون کا ماخذ : estatisticas para ganhar na loteria