انقراه 23 فروري (اے پي پي) وزيراعظم محمد نوازشريف او د تركيه خپل همڅنګ بن علي يلدرم وئيلي دي پاكستان او تركيه د ترهه ګرۍ سره مخ دي او دواړه هېوادونه د منطقې امن لپاره به د دې ناسور په ګډه مقابله كوي۔ د زيارت په ورځ د پنځمې اعلٰې كچ ستراتېژكي مرستې غونډې په مهال خبري كنفرنس ته دواړو مشرانو د ترهه ګرۍ او انتها خوښۍ په ضد په خپلو هېوادونو كښې د سختو عملياتو لپاره د عزم څړګندونه وكړه ٬وزيراعظم نواز شريف ووئيل د تركيه دښمن د پاكستان دښمن دے٬ هغه د ترهه ګرۍ په ضد جنګ د تركيه سره د اودرېدو د عزم پخلے وكړو۔هغه باور ښكاره كړو د تركيه قيادت به د ترهه ګرۍ د ټولو خطرو موثره مخنيوي وكړي او د اولس مشر رجب طيب اردوان په لارښودنه كښې به د امن او سوكالۍ په لور مخ په وړاندې لاړ شي۔ وزيراعظم ووئيل پاكستان دا وخت د ترهه ګرۍ د چېنلج سره مخ دے ٬ھغه ??ه تېرو ورځو كښې په سهېون شريف مزار كوم چې د امن علامت دے د شوي بريد ذكر وكړو۔ھغه ??وئيل ترهه ګري چې ??ه كوم هم شكل وي د مخنيوي هڅې به ئې دوامدرې ساتلې شي۔وزيراعظم بن علي يلدرم ووئيل تركيه د ترهه ګرۍ ښكار دے خو سيمه ايز امن لپاره خپل كردار ترسره كوي۔ده وړاندېز وركړو چې پاكستان او تركيه له د ترهه ګرۍ مخنيوي له په اعلٰې كچ مرسته كول غواړي۔ترك وزيراعظم ووئيل پاكستان په منطقه كښې مهم كردار لري او د ډېر چېلننجونو سره د مخ كېدو باوجود په بېلو څانګو كښې مخ په وړاندې روان دے۔ده ووئيل تركيه به د پاكساتن سره خپله مرسته لا زياتوي۔د پاكستان سباٶن ډېر روښانه دے۔ وزيراعظم نواز شريف تركيه خپل دوېم كور ګرځولو سره ووئيل د تركيه غوندې ملګري او ورور هېواد ته په راتګ زه عمر له خوشحاله شوې يم۔ وزيراعظم نواز شريف په جولائي كال 2016 كښې تركيه د ناكام بغاٶت په اړه ووئيل پاكستان تركيه كښې د اولس واكمنۍ لپاره د ترك حكومت او اولس سره د يوالي څرګندونه كوي٬ ھغه د جمهوريت په ضد د ناوړه هڅو غندنې سره ووئيل پاكستانې قام ھغه 248 ترك شهيدانو ته پېرزوئنې وړاندې كوي چا چې د خپل ګران هېواد لپاره د ځانويو قربان?? وركړې۔ وزيراعظم نواز شريف ووئيل د ترك اولس ولوله د ټانكونو او ټوپكو ن?? زياته قوي ده او د جمهوريت لپاره به دغه شهيدان عمر له ياد ساتلې شي۔ وزيراعظم نواز شريف ترك وزيراعظم خپل ورور وګرځولو۔ وزيراعظم نواز شريف ووئيل ما د تركيې خپل همڅنګ سره د اعلٰې كچ ستراتېژك مرستې غونډه كښې ګډون كړې چې پكښې پاكستان او تركيه تر مينځه د كار اشتراك قوي كولو له د عزم څرګندونه شوې۔ده ووئيل دواره هېوادونه د تعليم٬ توان٬ كلتور او دفاع په اړه د وړاندې نه مرسته لري۔ ھغه ??يله ولرله نن شوو لوظنامو او د تفاهم يادښتونو سره د دواړو هېوادونو اړيكي لا قوي شي۔ وزيراعظم نواز شريف ووئيل پاكستان او تركيه د خپلو سفارتي اړيكو 70مه كاليزه لمانځي او دې سره به نه يوازې اړيكې لا قوي شي بلكې د اولسونو ترمېنځه روابط به هم زيات شي ۔ وزيراعظم نواز شريف د كشمير ??ه كشاله د تركيه د مرستې هركلي كولو سره ووئيل پاكستان د قبرص په مسئله د تركيه سره ولاړ دے او ھغه سوئيلي آسيا كښې تزويراتي استحكام لپاره د تركيه د اصولي موقف مننه وكړه۔ وزيراعظم نواز شريف ووئيل پاكستان هند سره د دوه اړخيزه اړيكو پشمول امن ناكه ګاٶنډيتوب لپاره عزم لري۔ هغه د اسلام فوبيا مخنيوي له په ګډه د هلو ځلو ګړندۍ كولو په حاجب زور رواړو ۔
پاكستان او تركيه د ترهه ګرۍ سره مخ دي او دواړه هېوادونه د منطقې امن لپاره به د دې ناسور په ګډه مقابله كوي
مضمون کا ماخذ : کمپیوٹرائزڈ لاٹری