اسلام آباد 12جون (اے پی پی) د مسلم لیګ (ن) لارښود کیپټن (ر) محمد صفدر وئيلي دي نواز شریف له د پاکستان د خذمت کولو سزا وركړې كېږي خو هغه به بريالې كېږي ٬ نواز شریف هېواد له د موټروے ٬ ایټم بم او سی پیك ډالۍ وركړي ٬ د كال 2018ء ټاكنو كښې به هم نواز شریف کامیابی ترلاسه كوي او قام له به داسې عوام دوست بجټ وركوي ٬ د مخالفې ډلې سره په بجټ خبره كولو له الفاظ نشته هغوي د ايوان وخت هڅې ضائع کوي ٬ د شاہ محمود قریشی کرامات اوس څوك هم نه مني۔ د ګل په ورځ د قامی اسمبلۍ په غونډه كښې د اعتراض په نكته کیپټن (ر) محمد صفدر ووئيل قام ته د قائداعظم نه پس نواز شریف د يو لارښود په توګه ترلاسه شوې۔ د پانامه سازش کېس په نامه د هغه په ضد سازش روان دے۔ ده ووئيل كه خورشید شاہ او د هغه ملګري د ذوالفقار علی بھټو په حق كښې تقریرونه كړې وې نو هغه به نه وې په سولۍ كړې شوے۔ ده ووئيل د شاہ محمود قریشی پلار محمد نواز شریف د پنجاب ګورنر جوړ كړې وو۔ نواز شریف له د موټروې ٬ سی پیك او پھ نورو پروژو سزا وركړې كېږي۔
نواز شریف له د پاکستان د خذمت کولو سزا وركړې كېږي خو هغه به بريالې كېږي
مضمون کا ماخذ : میگا ملینز لاٹری