ګوجرانواله ۔19 جون (اے پی پی ) د تجارت وفاقی وزیر انجینئر خرم دستګیر خان وئيلي چې د قامي كركټ لوبډلې چیمپیئنز ټرافی كښې په زړه پورې فتح په پاكستان د خاص رحمت نښه ده۔ د كركټ په ډول په هره څانګه كښې كاميابۍ زمونږ لارې ته ګوري او د روښانه پاكستان منزل اوس رامخې ته كېږي۔ د اولس په دعاګانو به د حكومت په ضد سازش كوؤنكې ټولګې ناكامه كېږي۔ ددې خيالاتو څرګندونه ده د سټي صدر او د صوبائي اسمبلۍ غړي حاجی عبدالرؤف مغل لخوا د مسلم ليګ ن كارمندانو په درناوي كښې د روژه ماتي مېلمستيا دستورې ته خپل خطاب كښې وكړه۔ ده ووئيل لوي څښتن نواز شريف په ستونزو كښی د ګېر پاكستانيانو مرستې له رالېږلې دے۔ د كراچۍ په شمول د هېواد په ټولو سيمو كښې د امن فضا جوړه شوې۔ روزانه ناحقه وينه تويدل بند شو۔ نن د پاكستان شمېره د هېواد په رامخې ته كېدونكو معيشتونو كښې كېږي۔ دستورې ته معظم رؤف مغل هم خطاب وكړو۔
دقامي كركټ لوبډلې چېمپیئنز ټرافۍ كښې فتح تاريخي ده۔ خرم دستګير خان
مضمون کا ماخذ : آن لائن لاٹری ویب سائٹ