شرم الشيخ 08 نومبر (اے پي پي) وزير??عظ?? شهباز شريف د پاکستان او سعودي عرب ترمينځه په زيات شوې د اعليٰ پائې رابطو د اطمينان څرګندوني سره وئيلي چې پاکستان د سعودي عرب سره ګڼ اړخيزې شراکت دارۍ ته لا ودي وركول?? عزم لري، د سعودي ولي عهد د پاكستان دوره به د شريكي خوښې په ټولو څانګو كښې دوه اړخيزه مرستي ت?? لا ودي وركولو له مرستياله وګرځي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د سعودي عرب ولي عهد او وزير??عظ?? شهزاده محمد بن سلمان بن عبدالعزيز السعود سره خبرو كښې وكړه ، د دواړه لارښودو ترمينځه ملاقات شرم الشيخ كښېد ’’ کوپ -27 سمټ‘‘ په موقع شوې۔ ملاقات كښې دواړه لارښودو بيلو څانګو كښې مرستي لا زياتولو لپاره د دوه اړخيزه اړيكو جاج واخست او د شريكي خوښې په سيمه ايزو او نړيوالو چارو ئې د خيالتو څرګندونه وكړه۔وزير??عظ?? د دې خبرې پخلې وكړو چې پاکستان سعودي عرب سره د ورورولۍ اړيكو سره سره شريكي رابطو ته اهميت وركوي۔وزير??عظ?? ووئيل د پاکستان اولس خادم حرمين الشريفين شاه سلمان بن عبدالعزيز السعود زيات احترام او د سعودي عرب د وګړو سره بے كچه مينه لري۔وزير??عظ?? په هېواد كښې كار كونكو 20 لکهه پاكستانيانو لپاره د سعودي عرب ميلمستيا او مرسته هم وستائله كوم چې د دواړه هېوادونو پرمختګ ، سوكالۍ او اقتصادي پيش رفت كښې كردار ترسره كوي۔رياض كښې د خپل اوسني ملاقات ذکر کولو سره وزير??عظ?? شهباز شريف او ولي عهد شهزاده محمد بن سلمان په زيات شوې د اعليٰ كچ رابطو د اطمينان څرګندونه وكړه۔دواړه لارښودو د دواړه هېوادونو ترمينځه ګڼ اړخيزه شراکت دارۍ ته لا ودي وركولو د عزم څرګندونه وكړه۔د سعودي ولي عهد د پاکستان رارواني دورې په اړه وزير??عظ?? ووئيل باور لرم چې دا دوره به د شريكي خوښي په ټولو څانګو كښې دوه اړخيزه مرستي ت?? لا ودې وركولو له مرستياله وګرځي۔ده په خاص توګه د دواړه هېوادونو ترمينځه شريكو ګټو كښې تجارت، سرمايه کارۍ، پرمختګ او اولس ترمينځه رابطو زياتولو په اهميت زور راوړو۔ د پاکستان سېلاب ځپليو لپاره د سعودي عرب مرسته ستائلو سره وزير ??عظ?? ووئيل پاکستان ماحولياتي بدلون اثرات تر ټولو زيات ځپلې شويو هېوادونو كښې يو هېواد دې۔ ده هيله څرګنده كړه چې په خاص توګه پرمختګ كونكو هېوادونو كښې د ماحولياتي بدلون له امله د شوي زيان زيان مالي اعانت ته پام لرني كولو په اړه به “کوپ -27” كوټلي نتيجې ترلاسه شي۔وزير ??عظ?? ’’مډل اېسټ ګرين انيشي ايټو ‘‘ ترمخه كوټلي ماحولياتي اقدام په فعاليت د ولي عهد هڅي هم وستائلي او د سعودي قيادت له ئې د پاکستان د اړخه د بشپړه مرستي باور وركړو۔
وزيراعظم شهباز شريف د سعودي ولي عهد سره ملاقات، ګڼ اړخيزې شراکت دارۍ ته لا ودې وركولو د عزم څرګندونه
مضمون کا ماخذ : dupla sena acumulada